د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمد الله وثیق په هرات کې د ترکمنستان هېواد له سرقنسول باتر یولوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د هرات ولایت د ورزش ادارې رییس مفتي عبدالرحیم رحماني، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مشاور ګلاب الدین خپلواک، د یاد ریاست د نشراتو رییس او ویاند اتل مشواڼي، د فني او مسلکي ریاست رییس حمیدالله صافي شتون درلود.
د ترکمنستان سرقنسول باتر یولوف ویلي، هېواد یې له افغانستان سره پر سیاسي اړیکو سربېره فرهنګي او ورزشي اړیکو ته هم لېوالتیا لري او په وینا یې مخکې یې هم د ورزش په برخه کې ښې برنامې درلودلې دي.
دغهراز نوموړي د افغانستان د ورزش ادارې له لوی رییس مولوي احمدالله وثیق سره د لیدنې خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې په راتلونکي کې به د ګډو ورزشي پروګرامونو په برخه کې لا غښتلي ګامونه واخلي.
په لیدنه ښاغلي وثیق هم خپله خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ترکمنستان له افغانستان سره د ورزشي اړیکو او همکاریو لپاره قوي لېوالتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، ترکمنستان له اسلامي امارت سره ډېرې ښې اړیکې لري، موږ مخکې هم ورزشي اړیکې درلودلې او په راتلونکې کې هم چمتو یو چې دغه اړیکې پیاوړي کړو او تاسو په هرات ولایت کې زموږ د ځینو ورزشي برنامو ملاتړ کړی، چې دا د ستاینې وړ دی.
د غونډې په پای کې دواړو لوریو د ورزشي اړيکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.