ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو دوام؛ جرمني د اسرائیلو پر وړاندې د اقداماتو ګواښ کړی

په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له زیاتوالي وروسته د جرمني دولت د اسرائیلو پر وړاندې د اقداماتو ګواښ کړی.

د رویټرز د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډفول خبرداری ورکړی، چې که د اسرائیلو بریدونه دوام وکړي برلین به د هغو وسلو، چې د نړیوالو قوانینو د نقض لپاره کارول کېږي، له صادرولو ډډه وکړي.

نوموړي په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، چې پراخه بریدونو او د خوړو او درملو شدید کمښت په غزه کې وضعیت له زغم څخه ایستلی دی.

له دې وړاندې د جرمني لومړي وزیر فریدریش مېرتس هم په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو کړنې غندلې وې او ویلي یې وو، چې ملکي وګړو ته د زیان رسولو کچه نور د توجیه وړ نه ده.

نوموړي په یوه تلویزیوني مرکه کې زیاته کړې وه، چې په غزه کې پولې تر پښو لاندې شوې او نړیوال بشري قوانین نقض شوي دي.

جرمني که څه هم چې په غزه کې د جګړې له پيل راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو نږدې متحد ګڼل کېږي، خو په دې وروستیو کې یې د صهیونیستي رژیم کړنې غندلې او پر وړاندې یې د اقداماتو ګواښ کړی دی.

د جرمني د خبرداري تر څنګ اروپايي ټولنه د اسرائیلو پر پالیسۍ بیا کتنه کوي او برېتانیا، فرانسې او کاناډا هم د صهیونیستي رژیم پر ضد د اقداماتو خبرداری ورکړی دی.