ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به هېواد له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې په صنعتي ساحو کې صنعت‌کارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په اوومه نېټه پيل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د صنعت وده د یو هېواد د اقتصادي ځان بساینې، ټولنیز ثبات او د بې‌کارۍ کچې راټېټولو لپاره تر ټولو مؤثره طریقه ده.

 له همدې امله، د اسلامي امارت موخه دا دی چې د خصوصي سکټور لپاره داسې چاپېریال برابر کړي، څو هغوی په ډاډ سره پانګونه وکړي، کارخونې جوړې او د هېواد د تولیدي ځواک برخه وګرځي.

نوموړي زیاته کړه، د صنعتي ساحو د تنظیم له لارې د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختیا، د خصوصي پانګې د جلب او جذب او همداراز د صنعتي ساحو د مدیریت، ساتنې او مراقبت په موخه د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري د صنعتي ساحو قانون توشیح شوی دی.

 دا قانون په صنعتي ساحو کې صنعتکارانو او پانګوالو ته د صنعتي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره لازمې زمینې او اړوندې نورې اسانتیاوې برابروي، څو له یوې خوا هېوادوالو ته کاري فرصتونه پیدا شي او له بلې خوا د هېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې د پام وړ لاسته راوړنې ولرو.

ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د صنعتي ساحو جوړولو لپاره د ځمکو د ورکړې په اړه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی حکم کړی، څو د نوي منظور شوي قانون، چاپیریال ساتنې او ښاري ماسټر پلان مطابق د کابل په څلورو خواوو کې دوه – دوه زره جریبه ، په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې ۲۰-۲۰ زره جریبه ، په کندوز ولایت کې لس زره جریبه ځمکه او په پاتې نورو ولایتونو کې د امکان په صورت کې د صنعتي پارک لپاره په هر ولایت کې زر جریبه ځمکه، د کوچني صنعت او تشبثاتو لپاره په هر ولایت کې له لسو څخه تر ۵۰ جریبه ځمکه ځانګړې او وسپارل شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل:« د همدې هڅو په لړ کې نن ورځ موږ او تاسې ۹۱ صنعت‌کارانو ته د صنعتي فعالیتونو په موخه په صنعتي ساحو کې د ځمکو د ملکیت د سند د ورکړې شاهدان یوو.»

 نوموړي زیاته کړه، په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي.

 ښاغلي برادر په ټینګار سره د صنعتي ځمکو له ګټه اخیستونکو وغوښتل، چې له یادو ځمکو څخه د تولید او د صنعت د پیاوړتیا په برخه کې مناسبه او مؤثره ګټه واخلي.

دغه‌راز نوموړي صنعت‌کارانو ته یې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د صنعت د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د برېښنا پر بنسټیزو پروژو کار پیل کړی چې له نېکه‌مرغه چارې یې تر ډېرې اندازې پر مخ تللې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، اقتصادي ودې او ملي صنعت د پرمختګ لپاره ډېرې اسانتیاوې او امتیازات په پام کې نیولي او موخه یې دا دی چې د پانګوالو لپاره یو باوري، باثباته او خوندي چاپېریال برابر کړي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت ټولو صنعتکارانو او پانګه‌والو ته ډاډ او ژمنه ورکوي، چې د تولید او محصولاتو د قیمت، کیفیت او کمیت د تامین په صورت کې به پر بهرنیو مشابه اموالو د ځان بساینې په کچه تعرفه لوړېږي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په کور دننه او بهر کې میشت افغان پانګوالو څخه وغوښتل، چې خپل صنعت، تجربه او پانګه افغانستان ته را انتقال او د هېواد د اقتصادي بنسټونو په پیاوړتیا، د کاري فرصتونو په برابرولو او د صنعت سکټور په پراختیا کې فعاله ونډه واخلي.