ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر او د یو عرب سوداګر لیدنه؛ د زعفرانو د کرکېلې په برخه کې پر پانګونه خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري له یو عرب سوداګر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان په د زعفرانو د کرکېلې په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې شوې دي.

یاد سوداګر په هرات ولایت کې د زعفرانو د کر لپاره د ځمکې غوښتنه کړې او په دغه برخه کې یې د پانګونې لیوالتیا ښودلې ده.

د کرنې وزیر د دې طرحې هرکلی کړی او په هېواد کې د زعفرانو د ترویج او پانګونې د زمینې برابرولو په برخه کې ورسره د همکاریو ژمنه کړې.

مولوي عطاالله عمري ویلي، د افغانستان زعفران د کیفیت له اړخه په نړیواله کچه لوړ مقام لري.

نوموړي له پانګوالو غوښتنه کړې، چې د کرنې په سکتور کې چې تر ټولو زیات ارزښت لري، پانګونه وکړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه تل هڅه کوي، چې د کورني او بهرني پانګوالو پام راجلب کړي او د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د پانګونې مناسب فرصتونه برابر کړي.

هېره دې نه وي، چې په دې لیدنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، د یاد وزارت یو شمېر رییسانو او مسولینو هم شتون درلود.