ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي زابل کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانیست

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د زابل والي ملا شېرمحمد شریف او د یاد ولایت نورو سیمه ییزو مسولینو په ملتیا زابل ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانیست.

دغه ښارګوټی چې په څلور زره او ۳۲۱ جریبه ځمکه کې په پام کې نیول شوی، د کور او ښار جوړولو وزارت له ماسټر پلان سره سم ډیزاین او د اوسېدونکو لپاره ټولې اسانتیاوې په کې په پام کې نیول شوې دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د پرانیستې پر مهال مستحقو کډوالو ته د یاد ښارګوټي د ځمکو وېش پیل کړ.

دا ځمکې به د زابل ولایت هغو کډوالو ته وېشل کېږي، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له لوري مستحق وپېژندل شي.

مولوي عبدالسلام حنفي د یاد ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت کډوالو ته په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په اړوندو سیمو کې د استوګنې برابرولو لپاره خپلې هڅې نه درېغوي.