ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولګټو وزیر د کابل–کندهار لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه کړې

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کابل–کندهار لویې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهير څخه ليدنه کړې.

د ټولګټو وزارت د کابل–کندهار لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې چارې بیا پیل کړې دي او په بېلا بېلو برخو کې یې عملا کار جریان لري.

ملا محمد عیسی ثاني کندهار ولایت ته د سفر پرمهال د کابل–کندهار لویې لارې څخه د لیدنې ترڅنګ، د یادې لویې لارې د قراردادي شرکتونو له مسولینو، ټاکل شویو تخنيکي ټيمونو او انجنیرانو سره هم لیدنه کړې او د ټولو برخو شرکتونو او مسولینو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او پر وخت د چارو د بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د سړک د بشپړو شويو برخو شولډرونه دې په اساسي ډول ورغول شي.

همدا رنګه د قراردادي شرکتونو مسولینو او تخنیکي ټیمونو د تولګټو وزیر ته ډاډ ورکړی، چې په ټول توان سره هڅه کوي د یادې لویې لارې د اساسي بیارغونې کار د تخنیکي مشخصاتو سره سم پر وخت بشپړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت د کابل–کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې په بېلابېلو برخو کې پيل کړې وې، چې په اوږدو کې یې د زیات شمېر پلګوټو او لویو پلونو د ترمیم او بیارغونې کار هم شامل و.

دا مهال د يادې لویې لارې د څه باندې ۴۳۰ کیلومتره سړک د لومړۍ او دویمې طبقې او همدارنګه د ځینو برخو د دریمې طبقې د اسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت تېر کال د کابل–غزني لویې لارې د دویم لین سړک د رغولو کار په دوو برخو کې د کابل له لوري پیل کړی و. سږ کال یې د رغونې کار د غزني ولایت له لوري هم پیل شوی دی.