ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي دفاع وزير په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسيون نوبتي غونډه کړې

د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسيون وايي، د دې کمېسيون نوبتي غونډه د کمېسيون مسول او د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.

 په ياده غونډه کې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت ارزول شوی او د امنیت اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د خبرو په پایله کې ګډونوالو د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

همداراز، په غونډه کې د هېواد له رسمي پولو او فرضي کرښو سره پر تړلیو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

په پای کې د غونډې ګډونوالو د سرحدي سيمو د لا ښه کنټرول، د سرغړوونکو پر ضد د قوي اقداماتو او د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره په لازمو اقداماتو ټینګار کړی دی.