ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکیه کې د اسلامي امارت د سفارت روغتیایي اتشې د لقمان حکیم پوهنتون او روغتون له مسولینو سره لیدنه کړې

ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت روغتیایي اتشې، دوکتور فضل‌‌الله سیرت انقره کې د لقمان حکیم پوهنتون او روغتون له مسولینو او د «کرشهیر اخي اېوران» دولتي پوهنتون له رییس ډاکټر مصطفی قاسم کاراهو جاګیل سره لیدنه کړې.

په دې لیدنو کې د افغان محصلینو لپاره د طبي زده‌کړو، د متخصصینو د روزنې، ګډو علمي پروګرامونو او د افغان ناروغانو لپاره د روغتیایي خدمتونو د پراخوالي په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلي سیرت د افغان محصلینو او ناروغانو ستونزې شریکې کړي او په دې برخه کې یې د یاد هېواد له لوري د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ورته‌مهال ترکي لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او روغتیایي اړیکو د پراختیا ژمنه کړې ده.