د کابل والي ملا امینالله عبید د صنعت اوونۍ په مناسبت د افغانستان د څلورم ملي او نړیوال نندارتون څخه لېدنه وکړه.
دغه نندارتون چې د کابل ښار په نړیوالو نندارتونونو مرکز کې پرانیستل شوی دی، په کې د هېواد سلګونه کورني صنعت کارانو او تولیدوونکو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
یاد نندارتون د داخلي تولیداتو د ودې، بازارموندنې او د صنعت کارانو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.
د کابل والي د یاد نندارتون څخه د لېدنې پر مهال وویل؛ اسلامي امارت ژمن دی چې د هېواد له کورني تولیداتو ملاتړ وکړي او د صنعت د پراختیا لپاره له تولیدي خونو، صنعت کارانو او پانګوالو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.
ښاغلي عبید زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې د عامه پوهاوي له لارې د کورني تولید ارزښت خلکو ته ورسول شي.
نوموړي د هېواد د صنعتي سکتور وده د خوښۍ وړ وبلله او زیاته یې کړه؛ د تولیداتو کیفیت او کمیت د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی او که دا بهیر همداسې دوام ومومي، د افغانستان د صنعت په برخه کې به د پام وړ پرمختګونه ووینو.
ښاغلي عبید د تولیدي خونو مسولینو ته ډاډ ورکړ، چې د کابل ولایت به د دوی ترڅنګ وي او له هېڅ ډول همکارۍ به دریغ ونه کړي.
نوموړي همداراز له بهر مېشتو افغان پانګوالو وغوښتل، چې د هېواد له روان امنیتي وضعیت او شته فرصتونو ګټه واخلي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.