ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا حمداالله فطرت: له افغانستان څخه د خطر اندېښنې بې‌ځایه دي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمداالله فطرت د روسیې د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې له افغانستان څخه د خطر اندېښنې بې‌ځایه دي.

 ښاغلي فطرت زیاته کړې، افغانستان کې هیڅ کومه خپل سرې ډله شتون نه لري او نه دې له افغانستان څخه څوک د خطر تشویش کوي.

د نوموړي په وینا؛ افغانستان کې د شلو ډلو د شتون مفکوره د امریکایي اشغال پر مهال رامنځته شوې وه، چې استخباراتي موخې یې درلودې.

له دې وړاندې د روسیې دفاع وزیر اندري بېلوسوف د ټولیز امنیت سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي و، چې په افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې شتون لري.