د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني په افغانستان کې د کارین ګروپ ودانیز، سړک او اوسپنې پټلۍ جوړونې ترکي شرکت له همغږي کوونکي بلال اونال او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې د ټولګټو وزیر د ترکي شرکت رییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ اوسمهال په افغانستان کې د کندهار–هرات اوسپنۍ پټلۍ تفصیلي ډیزاین، د هرات–تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ او د حیرتان–هرات اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې جریان لري، تاسو کولی شئ په یادو برخو کې پانګونه وکړئ.
په افغانستان کې د کارین ګروپ ودانیز، سړک او اوسپنې پټلۍ جوړونې ترکي شرکت همغږي کوونکي ویلي؛ موږ د اوسپنې پټلۍ، پلونو او سړک جوړونې په برخه کې پوره تجربه لرو.
نوموړي زیاته کړې؛ په یادو برخو کې به د تجربه لرونکو او مسلکي انجینرانو پر مټ د دې وزارت سره همکاري وکړو.
د تولګتو وزیر دغه راز د یاد شرکت مسولینو ته ویلي؛ موږ اوس مهال په هېواد کې ګڼ شمېر پروژې لرو، تاسو کولی شئ چې د قانوني طی مراحلو وروسته د دې وزارت په پروژو کې ګډون وکړئ.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزیر له دې وړاندې هم د یو شمېر نورو بهرنیو شرکتونو له مسولینو سره د همکارۍ او پانګونې په موخه لیدنې کړې دي.