ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ قراقستان ته سفر وکړ

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د استانې نړیوال فورم کې د ګډون په موخه قراقستان ته سفر وکړ.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ټاکل شوې نورالدین عزیزي به دې ناسته کې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په تړاو وینا وکړي.

د یاد وزارت په وینا، د استانې په نړیوال فورم کې به د نړیوال اقتصاد، اقلیمي بدلونونو، نړیوال امنیت، د تلپاتې پرمختګ او سیمه‌ییزو همکاریو اړوند موضوعاتو ارزونه وشي.