د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دې وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې د عالي زده کړو د ښوونځي د تخصصي څانګې له یوه
میاشتني پرمختللي نظامي کورس څخه د ځانګړو ځواکونو د لومړي مشترک کنډک، ګرځنده زغروال کنډک او څلورم مشترک کنډک څخه ۱۰۰۰ تنه منسوبین فارغ شول.
د فراغت په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ځانګړو ځواکونو فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد حقاني، د فرقې درستیزوال
مولوي محمد اسماعيل مصطفی، د عالي زده کړو د ښوونځي قوماندان مولوي نوراحمد سیف الله آغا او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
مولوي ممتاز احمد حقاني فارغ شویو منسوبینو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، کومې زده کړې چې د مسلکي استادانو له لوري شپه او
ورځ تاسو ته درکول شوې، د دې ټولو موخه د اسلامي نظام بقا او د ګران هېواد ساتنه ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې نیت باید د اعلاء کلمة الله لپاره وي او منسوبین باید د بیتالمال په ساتنه کې له پوره اخلاص او قوت سره هڅه وکړي.
ښاغلي حقاني ویلي، منسوبین باید د دندو د ترسره کولو پر مهال له خلکو سره ښه چلند وکړي او د هغوی اعتماد ترلاسه کړي.
د مراسمو په پای کې فارغ شویو سرتېرو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې تر وروستۍ سلګۍ به د اسلامي نظام، هېواد او خلکو د دفاع ساتنه کوي.