ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي کندهار کې د کډوالو لپاره د دامان ښارګوټي دویم فاز پرانیست

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، چې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني یې ملتیا کوله، کندهار ولایت ته د سفر پر مهال، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د دامان ښارګوټي دویم فاز د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیست.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د کندهار مرستيال والي مولوي محمد صادق انقلابي، ولايتي مسولينو علماوو او ولسي خلکو

ګډون کړی و.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د زرګونو علماوو، حافظانو، ځوانانو او د هېواد د ريښتينو بچيانو په

قربانيو راغلی دا اسلامي نظام او اوسنی امنيت د الله تعالی ستر نعمتونه دي، چې پر ټولو يې د شکر اداينه اړینه ده.

 نوموړي زياته کړې، د کډوالو ستونزو ته رسېدنه او پخپلو سيمو کې هغوی ته د دايمي مېشتېدنې په موخه د ښارګوټو جوړول د

اسلامي امارت د مسولينو کاري لومړيتوب دی.

ښاغلي حنفي ویلي، چې کندهار ته د ده د سفر موخه د دامان ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د لومړي فاز د ترسره شویو چارو ارزونه او د دویم فاز پرانیسته ده، چې ځمکې یې مستحقو کډوالو ته ووېشل شي.

دغه ښارګوټی، چې پر یو زر او ۵۱۰ جریبه ځمکه د ښاري پلان له مخې جوړېږي، د اړتیا وړ ټولې لومړنۍ اسانتیاوې پکې په پام

کې نیول شوي، تر دې دمه د ښارګوټي د لومړي فاز د خولي دروازه، ۶ د اوبو لمریزه (شمسي) سیستمونه، ۶ د اوداسه ځایونه او ۴

کیلومتره نیمه اساسي سړک رغول شوی او نن یې د دې ښارګوټي د دویم فاز چارې هم پرانیستل شوې او د ځمکو د وېش لړۍ یې په رسمي ډول پیل شوه.