په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د یاد هېواد د لوړو زده کړو وزارت له مرستیال ډاکټر فیصل العلي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او اصلاح په موخه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
ښاغلي حقاني د متحده عربي اماراتو له دولت مننه کړې، چې په تېرو کلونو کې یې افغان محصلینو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده.
دغهراز نوموړي د خوست شیخ زاید پوهنتون ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، چې دغه پوهنتون د شاوخوا دوو لسیزو راهیسې فعال دی او تر اوسه یې ګڼ شمېر فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي.