د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال مولوي عبداللطیف ثابت په مشرۍ یوه پلاوي د SHAPE (ټولنيزې روغتيا، عامه پوهاوي، بېړنيو بشري مرستو او اقتصادي پياوړتيا له لارې د زيانمنو او اړمنو وګړو د ملاتړ برنامې) د ارزونې په موخه د ترکیې استانبول ښار ته سفر کړی.
افغاني سره میاشت وایي، ياد سفر د FCDO (د برېتانيې د بهرنیو شریکو ګټو او پراختيايي چارو ادارې) په بلنه ترسره شوى، څو د يادې برنامې روان وضعيت، لاسته راوړنې او ننګونې و ارزوي، او د راتلونکو کلونو لپاره د يو اغېزمن پلان د طرحې پر جوړولو بحث ترسره او په تړاو يې لازمې پرېکړې وشي.
د یادونې وړه ده، افغاني سره مياشت د SHAPE برنامې له لارې اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي، خېمې، کمپلې او روغتيايي تجهیزات رسوي، هغو کسانو ته چې مسلکي او تخنيکي مهارتونه لري، د عايداتي سرچينو د برابرولو په موخه نقدي مرستې وېشي، د ټولنيزې ښکېلتيا، عامه پوهاوي او په ځوانانو کې د رهبرۍ ظرفيتونو د پياوړتيا برخه کې هم مهم نقش لوبوي.
افغاني سره میاشت ژمنه کوي، چې له دې او ورته نورو برنامو څخه به د هېوادوالو د ژوند د ښه والي لپاره اړینه ګټه واخلي.