ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنیزو او مالدارۍ څېړنو انستیتوت: تېر کال کروندګرو ته سل ټنه بېلابېل تخمونه ورکړل شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ څېړنو انستیتوت مسولین وايي، تېر کال یې کروندګرو ته د وچکالۍ او اوبو او هوا سره سم د غنمو څلور نوي ډولونه وړاندې کړي، چې ښه حاصلات يې وړکړي.

دوی زیاتوي، چې سږ کال هم پلان لري د لوبیا، حبوباتو او سبزیجاتو په برخه کې د نويو اصلاح شويو تخمونو ډولونه کروندګرو ته په واک کې ورکړي.

د مسولینو په وینا، تېر کال د سلو کرنیزو تجربو په کولو سره کروندګرو ته سل ټنه بېلابېل مورني تخمونه هم ورکړل شوي او سږ کال به دا کچه تر ۱۵۰ ټنو پورې ورسېږي.

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي مسولین وچکالي، اقلیمي بدلون، د کیمیاوي سرو کمښت او د طبیعي کرنې کموالی د حاصلاتو د کمښت اساسي ستونزې یادوي او په دې برخه کې د مصنوعي کرنې پر ځای په عضوي کرنه ټینګار کوي.

د دې تر څنګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ویلي، چې کرنه د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او ځان بسیاینې لپاره د ملا تېر دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د څېړنو انسټیټوټ ته به بودیجه په واک کې ورکړي، تر څو د اصلاح شویو تخمونو په روزنې سره د کرنېزې ودې لپاره لا نور کار وکړي.