د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت د دفتر رییس مولوي نياز محمد تقي په مشرۍ د سرحدي خدمتونو مرکزي کمېټې ناسته وکړه، چې پکې د ننګرهار، نورستان او پکتيا ولایتونو په یو شمېر سرحدي ولسوالیو کې د خدماتي پروژو د پلي کولو لپاره د شته ستونزو د ارزونې او حل لارو په اړه خبرې شوې دي.
په دې مشورتي ناسته کې د کمېټې رییس، استازو او تخنیکي غړو ګډون کړی و.
دوی د نورستان په کامدېش او برګ مټال ولسوالیو کې د یو شمېر پروژو د پیل خبر ورکړ، چې پکې د جوماتونو او دیني مدرسو رغول شامل دي.
همداراز، په پکتیا کې د اوبو څاګانو د کیندلو او په ننګرهار کې د ځینو شته ستونزو د حل په موخه خبرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې یاد وزارت څو موده وړاندې د ننګرهار ولایت په اچین، دوربابا، لعلپوره، مومندره او خوګیاڼو ولسوالیو کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو د تطبیق لپاره اقدام کړی و.