ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت د خوراکي توکو په بیو کې ۱.۴ سلنه ټیټوالی راغلی

‌د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په میاشتني ډول د لګښتي توکو د بیو ارقام راټول او تحلیلوي، چې له‌مخې یې د روان کال په غويي

میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۱.۴ سلنه ټیټوالی راغلی دی.

یاده اداره وایي، چې دا ټیټوالی ۱۶.۷ سلنه د سبزۍ، ۷.۳ سلنه د مساله‌جاتو او ۳.۷ سلنه د لبنیاتو په بیو کې دی.

 بل لور ته د غیرخوراکي توکو په بیو کې ۲.۶ سلنه لوړوالی ښکاري چې ۴.۷ سلنه یې د جامو او البسې شاخص، ۳.۹سلنه د استوګنې شاخص او ۲.۹ سلنه د کور سامان د شاخص په بیو کې لوړوالی راغلی دی.

‌د روان کال په غويي میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۱.۰ سلنه لوړوالی ښيي، چې د پړسوپ دا لوړوالی تر ډېره د خوراکي توکو (مېوې) او غیرخوراکي توکو (جامې او البسه، استوګنې او د کور سامان) د بیو د لوړوالی له امله دی.

همدارنګه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۴ کال په غويي میاشت کې د تېر کال همدې میاشت په پرتله ۴.۰ سلنه زیاتوالی ښکاري.

 بل خوا د روان کال په غويي میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په منځنۍ کچه ۷۰.۶ افغانۍ او په وري میاشت کې ۷۱.۹ افغانۍ و، چې د وري میاشتې په پرتله یې په ارزښت کې ۱.۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

 که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي، نو ښکاري چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۲.۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.