ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

‘نکبه’ د ناورين ورځ؛ فلسطین له ۱۹۴۸ کال څخه تر اوسه!

په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کې د فلسطینیانو قومي تصفیه د فلسطین په تاریخ کې د ناورین یا ‘النکبه’ په نوم یادېږي.

په دې ورځ صهیونیستي عسکرو لږ تر لږه ۷۵۰ زره فلسطینیان له خپلو کورونو او سیمو وایستل او د تاریخي فلسطین ۷۸ سلنه برخه یې لاندې کړه. پاتې ۲۲ سلنه یې په دوو برخو ووېشل شوه، چې اوس په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او په کلابنده غزه پېژندل کېږي.

اسرائیلو د ۱۹۴۸ کال د مې میاشتې په ۱۴مه د برېتانیا په ملاتړ په فلسطین کې د یهودو رژیم اعلان کړ او د عربو او اسرائیلو لومړۍ جګړه پیل شوه.

دې جګړې د ۱۹۴۹ تر جنوري میاشتې پورې دوام وکړ او په پای کې د اسرائیلو او مصر، لبنان، اردن او سوریې تر منځ د موقت اوربند هوکړه وشوه.

د صهونیستي رژیم عسکرو د ۱۹۴۷ او ۱۹۴۹ کلونو تر منځ د فلسطیني په لویو ښارونو بریدونه وکړل او شاوخوا ۵۳۰ کلي یې له منځه یووړل. شاوخوا ۱۵ زره فلسطینیان د ډله‌ییزو جرمونو په پایله کې، چې لسګونه قتل عامونه هم پکې شامل وو، شهیدان شول.

اسرائیلو بیا د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې ختیځ قدس او لوېدیځه غاړه، د سوریې د لوړو ډېره برخه، د غزې تړانګه او د مصر سینا ټاپو ونیول. په دې جګړه کې صهیونیستي رژیم ټول تاریخي فلسطین اشغال کړ او ۳۰۰ زره فلسطینیان یې له خپلو سیمو او کورونو وایستل.

فلسطیني کډوال چېرې اوسېږي؟

شاوخوا ۶ میلیونه راجسټر شوي فلسطینیان د فلسطین او ګاونډیو هېوادونو په لږ تر لږه ۵۸ کمپونو کې ژوند کوي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (انروا) لږ تر لږه ۲.۳ میلیونه فلسطیني کډوالو ته په اردن، ۱.۵ میلیونه ته په غزه، ۸۷۰ زره ته په اشغال شوې لوېدیځه غاړه، ۵۷ زره ته په سوریه او ۴۸۰ زره نورو ته په لبنان کې مرستې چمتو کوي او د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو ملاتړ یې کوي.

د دې تر څنګ د غزې له ۷۰ سلنه ډېره برخه اوسېدونکي کډوال او بې‌ځایه شوي او شاوخوا ۱.۵ میلیونه فلسطینیان د دې تړانګې په ۸ کمپونو کې ژوند کوي.

د فلسطیني کډوالو سخت او بد حالت په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو اوږده ناحل شوې ستونزه ده.

د اسرائیلو د مېشت ځایونو زیاتوالی

صهیونیستي یرغلګرو په فلسطیني خاوره کې په ناقانونه توګه مېشت ځایونه جوړ کړي او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او اشغال شوي ختیځ بیت‌المقدس کې شاوخوا ۷۵۰ زره اسرائیل په ۲۵۰ ناقانونه مېشت ځایونو کې ژوند کوي. دا مېشت ځایونه د نړیوالو قوانینو له مخې غیرې قانوني دي.

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او اشغال شوي ختیځ بیت‌المقدس کې، چې شاوخوا درې میلیونه فلسطینیان پکې اوسېږي، مېشت اسرائیلیان پرله‌پسې پر فلسطینیانو بریدونه کوي او شتمنۍ یې لوټي.

غزه د فلسطینیانو لپاره په زندان بدله شوې ده

غزه تړانګه له ۲۰۰۷ کال راهیسې اسرائیلي یرغلګرو کلابنده کړې او پولې، هوا او سمندر یې کنټرولوي او له ۲۰۰۸ کال راهیسې یې پر فلسطیني خاوره څلور مرګوني بریدونه کړي دي.

غزه له جغرافیايي پلوه د مدیترانې پر غاړه د اسرائیلو او مصر تر منځ ایساره تړانګه ده، چې د نړۍ له ګڼ نفوسه سیمو څخه ګڼل کېږي او د اسرائیلي یرغلګرو د دوامداره اشغال له امله “د نړۍ تر ټولو لوی خلاص زندان” ګڼل کېږي.

د غزې اوسنی وضعیت

اسرائیلي یرغلګرو د خپلو وحشتونو پر دوام د ۲۰۲۳ په اکتوبر میاشت کې پر غزه تړانګه پراخه ځمکني او هوايي بریدونه پيل کړل. په دې بریدونو کې تر دې مهاله ۵۴ زره او ۸۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۳ زره او ۳۰۸ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.

سربېره پر دې اسرائیلي یرغلګرو د روان زېږدیز کال د مارچ پر دویمه غزه په بشپړ ډول کلابنده کړې او هر ډول بشري مرستې یې پرې بندې کړې. دوې اونۍ وروسته یې په یو طرفه ډول د غزې اوربند مات کړی او پراخه پوځي عملیات یې پیل کړي.

غزه د پرله‌پسې کلابندۍ او د خوړو، اوبو، تېلو او درملو د کمښت له امله له جدي ناورین سره مخ ده او خلک یې له سختې قحطۍ سره لاس او ګریوان دي.

که څه هم چې اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو کې محدودو بشري مرستو ته د لېږد اجازه ورکړې، خو دا په سمندر کې له څاڅکي سره ورته ګڼل شوې او بشري بنسټونو ویلي، چې په دې محدودو مرستو وضعیت د کابو وړ نه دی.

د دې تر څنګ د غزې زیاته برخه ویجاړه شوې، ۹۰ سلنه نفوس یې بې‌ځایه شوی، روغتونونه او ښوونځي یې له منځه وړل شوي او روغتیايي خدمتونه، برېښنا او بنسټونه یې ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د راپور له مخې، د جنوري تر ۱۴مې د غزې د ۳۶ روغتونونو نیمايي په جزوي ډول فعالیت کاوه، ۸۸ سلنه ښوونځي زیانمن او یا ویجاړ شوي، ۹۲ سلنه کورونه ویجاړ او یا زیانمن شوي، ۶۸ سلنه کرنیزه ځمکه او د ټولو سړکونو ۶۸ سلنه ویجاړه او له منځه وړل شوې ده.