د منځني ختیځ د اوسپنې پټلۍ ټولنې د سیمه ییز فورم (UIC RAME) ۳۵مه غونډه په ایران کې د غړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو او د اوسپنیزې کرښې د نړیوالې اتحادیې د استازو په شتون کې ترسره شوه.
ټولګټو وزارت وايي؛ په دغه ناسته کې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده د یو پلاوي په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب ګډون او خبرې کړې دي.
په یاده غونډه کې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو ته په اشارې؛ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا، د روانو پروژو، د انتقالاتو پر زیاتوالي او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړې دي.
نوموړي د سیمه ییزې همکارۍ، د توکو د لیږد رالیږد اسانتیاوو او د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او لویدیځو هېوادونو د نښلولو د څلور لارې په توګه د افغانستان د رول پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.
د اوسپنې پټلۍ مرستیال زیاته کړې؛ په تېر کال کې د ننګونو سره سره، افغانستان د اوسپنې پټلۍ د جوړولو، ترمیم او مدیریت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، او زیاتې پروژې لکه د خواف-هرات اوسپنې پتلۍ د کارجریان، د مزار-هرات د اوسپنې پټلۍ سروې، د هرات-کندهار مسیر تفصيلي سروې او ډیزاین، د افغان-ترانس پروژه او د سیمه ییز دهلیز د اتصال فني مطالعات په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې دي.