د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص لهلوري نن پنج شنبه د ۱۴۰۴کال د غبرګولي په ۸مه نېټه د کابل ولايت د چاپېريال ساتنې رياست رسما پرانيستل شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص، کابل ولايت مرستيال والي مولوي محمد يونس مخلص، اړوندو مسولينو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
مولوي مطيع الحق خالص په کابل کې د چاپيريال ساتنې رياست د شتون او اړتيا په اړه وویل؛ چاپېريال ساتنه د انسان د ژوندانه د ټولو اړخونو سره داسې اړه لري لکه د روح په څېر، نو د چاپيريال اهميت ته په کتو موږ ټولو ته پکار ده چې چاپېريال ساتنه خپل مسوليت وګڼو.
نوموړي زیاته کړه؛ د تېرو ۴۵ کلنو جګړو، تاړاکونو او په دا وروستیو کې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان چاپېریالي وضعیت ډیر زیات زیانمن شوی دی، چې په رغولو کې باید ملت له حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي.
ښاغلي خالص په خپلو خبرو کې وویل؛ چاپېریال ساتنه زموږ د طبیعت، ایمان او قانون یوه برخه ده، موږ ټول باید چاپېریال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړو.
نوموړي له رسنیو وغوښتل، چې خلک چاپېریال ساتنې ته وهڅوي.
ښاغلي خالص همدا راز صنعتکارانو او د کارخونو مسولینو ته سپارښتنه وکړه چې د هوا، اوبو او خاورې ککړتیا د مخنیوي لپاره دې لازم تدابیر ونیسي؛ د ټولنې سالمیت دې نه زیانمنوي او د خپلو شخصي ګټو لپاره دې ملت له تدریجي مرګ سره نه مخ کوي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د کابل ولایت له مقام او اړوندو ریاستونو له مسولینو وغوښتل، چې د چاپېریال ساتنې له ریاست سره دې همکاري وکړي.
د غونډې په لړ کې د کابل مرستیال والي مولوي محمد یونس مخلص ژمنه وکړه، چې د چاپېریال ساتنې له ریاست سره به هر اړخیزه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په تشکیل کې د کابل ولایت د چاپېریال ساتنې فعالیتونو اهمیت او ضرورت ته په کتو، ریاست ته اړتیاوه چې له دې وروسته به د کابل ولایت اړوندو چاپېریالي مسایلو ته پر وخت رسېدنه او اقدامات کوي.