د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته له اجنډا سره سم ملت سټیل او خان وزیري شرکتونو ته د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سیاه درې سیمې د اوسپنې د ظواهرو د قرارداد ورکړې موضوع وړاندې شوه.
له مفصل بحث وروسته یادو شرکتونو ته د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سیاه درې سیمې د اوسپنې د ظواهرو د قرارداد ورکړه په دې شرط تایید شوه، چې یاد شرکتونه به په هېواد کې د اوسپنې د ۱۰۰ سلنه پروسس کارخونې جوړوي او له سل سلنه پروسس شوې اوسپنې څخه به ۲۰ سلنه رویالیټي کانونو او پټرولیم وزارت ته ورکوي.
دې غونډې ته د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د کوري تاو سیمې د ګچ ډبرو د لومړي او دویم بلاکونو د رویالیټۍ موضوع هم د بحث لپاره وړاندې شوه.
له بحث وروسته د یاد کان د لومړي او دویم بلاکونو د في ټن ګچ ډبرو لپاره ۲۵۰ افغانۍ رویالیټي وټاکل شوه.
همدارنګه د دې ترڅنګ د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د لقمان ډنډ سیمې د مرمرو ډبرو کان او د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ اړوند د جوکان سیمې د مرمرو ډبرو کان د رویالیټي پر موضوع هم بحث وشو.
له هراړخیز بحث وروسته کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو کانونو د رویالیټۍ په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
همداراز د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د ولګۍ کلي د نفرایټ ډبرو د ظواهرو د قرارداد په اړه هم بحث وشو.
له هراړخیز بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظر په پام کې نیولو سره پرېکړه وشوه، چې د یاد کان د ظواهرو د قرارداد ورکړه کانونو او پټرولیم وزارت ته د ۶۰ سلنه رویالیټۍ په ورکړې سره تایید ده.
د غونډې په پای کې د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ د ګاټ مېنه جړوبي مرکيخېل سیمې د سرپنټین د ظواهرو د قرارداد د ورکړې په اړه هم بحث وشو.
له مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې کانونو او پټرولیم وزارت دې یاد کان ازادې داوطلبۍ ته وسپاري او د مالي او تخنیکي ارزونې په پایله کې دې وړ شرکت انتخاب او اقتصادي معاونیت ته یې دې وړاندیز کړي.
پورته نیول شوي تصامیم د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله دفتر ته واستول شول.