هندوستان هېواد د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د ۱۱ زره ډوزه واکسین مرسته وکړه.
عامې روغتیا وزارت وايي؛ په یادو واکسینونو کې پینځه زره او ۵۰۰ ډوزه انفلونزا او پینځه زره او ۵۰۰ ډوزه Meningitis واکسین شامل دي، چې ټول وزن یې ۴۴۲.۲۰ کېلو ګرامه او خالص وزن یې ۲۹۱ کېلو ګرامه کېږي.
د عامې روغتیا وزارت رهبري د هندوستان هېواد څخه د یادې مرستې په موخه مننه او قدرداني کوي او دا واکسین د انفلونزا او Meningitis ناروغۍ مخنیوي لپاره اړین ګام یادوي، چې په مرسته به یې په افغانستان کې د زرګونو خلکو ژوند وژغورل شي.