ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د افغان‌اېډ موسسې سره د څه باندې ۶۸۵ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه کړې

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د افغان‌اېډ موسسې د پروګرامونو له رییس عبدالرحمن طارق سره لیدنه کړې او د ګډو همکاریو هوکړه لیک یې ورسره لاسلیک کړی دی.

ملا نورالدین ترابي د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د دې موسسې د اوسنۍ پروژې په اړه یې خبرې کړې دي.

نوموړي دا پروژه د غور ولایت د خلکو لپاره یو لوی خدمت وباله.

همداراز ښاغلي ترابي څرګنده کړې؛ چې موږ پر خپلې ادارې بشپړه واکمني لرو او ټولو موسسو ته ډاډ ورکوو، چې د هغوی د پروژو د پلي کېدو په برخه کې به لازمه همکاري ورسره وشي.

ورته مهال، د افغان‌اېډ موسسې د پروګرامونو رییس د خپلې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړي، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د چارو په ترسره کولو کې د چټکتیا له شتون او د بیوروکراسۍ د نشتوالي څخه ستاینه یې کړې او د یادې ادارې له رهبرۍ څخه یې په دې برخه کې ځانګړې مننه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د دې ناستې په پای کې یو هوکړه لیک چې ټولیز ارزښت یې د ۶۷۵ زره او ۲۳۷ ډالر دی، د دواړو ادارو ترمنځ لاسلیک شو.

د دې هوکړې له مخې، ټاکل شوې ده چې د غور ولایت په فیروزکوه کې به ۱۵۵ زیانمنو کورنیو ته د کور جوړولو لپاره، هرې کورنۍ ته ۲۰۰۳.۳۴ ډالر او د شخصي خونديتوب یوه بسته د ۸.۵۰ ډالرو په ارزښت، ۱۸۷ زیانمنو کورنیو ته د کور اساسي ترمیم لپاره، هرې کورنۍ ته ۵۵۰ ډالر او ۲۴۱ کورنیو ته د کور جزئي ترمیم لپاره، هرې کورنۍ ته ۳۳۰ ډالر ووېشل شي.

همدارنګه، له دې جملې څخه هغو ۱۷۷ کورنیو ته چې د کورنۍ سرپرست یې معلولین یا ښځې وي، ۶.۵۰ ډالر د هڅونې په ډول ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروګرام د ګټې اخیستونکو لپاره به د کور جوړولو د تخنیکي لارښوونو اړوند روزنیز پروګرامونه هم ترسره شي.