ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نن د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې اخیستلو بهیر پیل شو

د ازموینو ملي اداره وايي؛ د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه په پينځو پړاوونو کې پلان شوې، چې نن یې لومړی پړاو د هېواد په ۱۱ ولایتونو (پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، بامیان، غور،دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیکا او غزني)  کې پیل او دوه ورځې دوام لري.

یاده اداره زیاتوي؛ د کانکور ازموینې په دغه پړاو کې شاوخوا ۲۵ زره او ۳۰۰ تنو د عمومي کانکور، دیني مدارسو، اختصاصي او شپې پوهنځیو لپاره نوم لیکنه کړې.

د دې ادارې په وینا؛ په یادو ولایتونو کې ګډونوالو ته د ازموینې شمولیت کارتونه په ښوونځیو کې وېشل شوي وو او د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه یې په اړوندو ولایتونو کې د ازموینو ملي ادارې بایومتریک ټیمونو له لورې په تېرو درېیو ورځو کې بشپړه شوې ده.

د ازموینو ملي ادارې استازي په ټولو مربوطه ولایاتو کې د پوهنتونونو، پوهنې ریاستونو او اړوندو ادارو سره په ګډه همکارۍ د ازموینې د ښه مدیریت او ګډونوالو ته د لازمو اسانتیاوو پر مسولیت بوخت دي او هڅه کوي، چې د کانکور ازموینه په شفاف ډول ترسره او ټولو ګډونوالو ته د ازموینې ورکولو ډاډه او خوندي چاپریال برابر شي.

د یادونې وړ ده، چې د ازموینو ملي ادارې مشرتابه پلاوی هم د ازموینې څخه د نظارت په موخه بېلابېلو ولایتونو ته په سفر تللی او د ازموینې له بهیر څخه په جدي ډول څارنه کوي.