ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي هلمند کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي پرانیسته وکړه

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن په داسې حال کې، چې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د هلمند مرستيال والي مولوي محمد نبي حماس، ولايتي مسولينو، علماوو، ملي سوداګرو او ولسي خلکو هم شتون درلود، هلمند ولايت ته د خپل سفر پر مهال د واشير ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کډوالو لپاره ښارګوټی پرانيست.

 مولوي عبدالسلام حنفي د پرانیستې پر مهال وویل؛ ميليونونه افغانانو د کوم مادي امتياز يا کاروبار لپاره نه، بلکې د دين، وطن او نواميسو د دفاع په خاطر ګاونډيو او د نړۍ نورو هېوادونو ته کډوال شوي و.

نوموړي زیاته کړه؛ اوس چې زموږ د مجاهد ولس په قربانيو او د الله تعالی په فضل په هېواد کې خپلواک او اسلامي نظام حاکم دی، مشرتابه او مسولين ټول خپلو خلکو ته د اقتصاد، تعليم، روغتيا او نورو برخو کې د اسانتياوو په برابرولو بوخت دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستيال همداراز وویل؛ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون شپږ کمېټې راستنېدونکو هېوادوالو ته عاجلې او اړينې مرستې او خدمات برابروي او شپږ نورې کمېټې په ټولنه کې د هغوی د بيا ادغام، کارموندنې، دايمي مېشتېدنې او سرپناه برابرولو لپاره بوختې دي.

ښاغلي حنفي زیاته کړې؛ په هلمند ولايت کې د کډوالو په دغه ستر ښارګوټي کې، چې نن یې د لومړي فاز چارې پرانیستل کېږي، د تفصيلي ښاري پلان مطابق پکې ټولې لومړنۍ اسانتياوې په پام کې نيول شوي او مستحقو راستنېدونکو هېوادوالو ته به ووېشل شي.

دغه ښار ګوټی، چې په ۱۰ زره جريبه ځمکه د ښاري پلان اړوند د واشیر ولسوالۍ شوراب ته څېرمه دښته کې جوړیږي، په لومړي فاز کې يې پر پنځه زره جریبه ځمکه درې جامع جوماتونه، ۱۸ کوچني جوماتونه، ۳۰ مدرسې او ښوونځي، اته کلينکونه، پینځه روغتونونه، مارکېټونه او نورې اړتيا وړ برخې شاملې دي.