د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي قزاقستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد له ولسمشر قاسم جومارت توقایف سره لیدنه وکړه.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د قراقستان ولسمشر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې پر زیاتوالي ټینګار کړی.
ورته مهال ښاغلي عزیزي د افغانستان د اوسپنې پر پټلۍ د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې او بشري مرستو هرکلی وکړ او دغه پانګونه یې هېواد کې د کار موندنې په موخه مهمه بللې ده.
د یاد وزارت په وینا، د دې لیدنې په ورستیو کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه افغانستان ته د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر په سفر هوکړه کړې ده.