ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د شهیدانو شمېر له ۵۴ زره څخه لوړ شو

د غزې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۴ زره او ۲۴۹ فلسطینیان شهیدان شوي، ۱۲۳ زره او ۴۹۲ ټپیان او زرګونه نور تر خاورو لاندې پاتې دي.

دغه راز غزه کې د سختې لوږې او د اوبو کمښت له امله د مړینې کچه د لا زیاتېدو په حال کې ده.

څرنګه چې موږ د ایماني او انساني خواخوږۍ له مخې د غزې له مظلومو خلکو سره په همدردۍ او ملاتړ مکلف یو، نو په همدې اساس حج او اوقافو وزارت له هېوادوالو غوښتي، ترڅو نن (جمعه، د غبرګولي ۹مه) د هېواد په ګوټ ګوټ کې د صهیونیستي رژیم له لوري په غزه کې د نسل‌وژنې پر وړاندې غږ پورته کړي.