ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې کابل کې د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د زرګونو کسانو د سترګو درملنه پیل کړه

کابل کې د سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د البصر نړیوال خیریه بنسټ له لوري د زرګونو کسانو د سترګو ناروغۍ درملنه پیل شوه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن وايي، دغه بنسټ چې په تېرو لسو ورځو کې په هرات او بلخ ولایتونو کې د زرګونو کسانو د سترګو درملنه کړې اوسمهال یې تازه کابل کې خپل کمپ پرانیست.

د سرې میاشتې ټولنې مرکزي روغتون او البصر بنسټ مسولین وايي، کابل کې به په څلورو ورځو کې څه باندې ۴ زره کسانو ته د سترګو ناروغیو په برخه کې چوپړتیاوې وړاندې کړي.

البصر خیریه بنسټ د سترګو ناروغیو وړیا درملنه او عملیاتونه کوي او تردې دمه یې په بېلابېلو هېوادونو کې شاوخوا ۲۵۰ زره کسانو د سترګو درملنه کړې ده.

د یاد بنسټ مسولین زیاتوي، دا مو په افغانستان کې نهم کمپ دی او تر دې دمه مو د څه باندې ۴۰ زره کسانو د سترګو ناروغیو تداوي کړې ده.

کابل کې د سترګو ناروغان د دغه روغتون له لوري د درملنې رامنځته شوې زمینه ستايي او زیاتوي، چې په اوسنیو شرایطو کې د دغه روغتون له لوري د هېوادوالو وړیا درملنه یو نیک ګام دی.