ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په څلور ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو لپاره نوي ښارګوټي پرانیستل شول

د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له لوري، چې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني یې هم ملتیا کوله؛ په میدان وردګ، زابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته نوي ښارګوټي پرانیستل شول.

د دغو ښارګوټو د پرانیستې په مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، د اسلامي امارت په رهبرۍ په ټول هېواد کې سرتاسري امن ټینګ شوی دی او د خپلمنځي جګړو مخه په بشپړ ډول نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د یوه مسول نظام په توګه خپله بشپړه هڅه کوي، چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي او دوی ته په خپل کور کې دننه د ابرومندانه اوسېدنې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو ښارګوټو له جملې څخه د میدان وردګ ولایت ښارګوټی په ۸۰۰ جریبه ځمکه کې، چې د ۹۱۰ نمرو وړتیا لري، د زابل ولایت ښارګوټی په څلور زره او ۳۲۱ جریبه ځمکه کې، د کندهار ولایت دویم فاز ښارګوټی په یو زر او ۵۱۰ جریبه ځمکه کې، د هلمند ولایت ښارګوټی په ۱۰ زره جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی دی، چې د اوسېدنې ټول ضرورتونه، د مدرسو، ښوونځیو او نورې لومړنۍ اړتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي.

په دې ښارګوټو کې به د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسیون له لوري پر مستحقو کډوالو نمرې ووېشل شي.