ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

صهیونیستي رژیم د امریکا له لوري غزه کې د اوربند چمتو شوې طرحه منلې

سپینې ماڼۍ خبر ورکړی، چې صهیونیستي رژیم د امریکا له لوري غزه کې د اوربند چمتو شوې طرحه منلې.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، دغې طرحه کې ۶۰ ورځنی اوربند، د ۲۸ اسرائیلي زندانیانو او ۱۲۵ فلسطیني اسیرانو د خوشې کولو سربېره غزې ته د بشري مرستو لېږد هم شامل دی.

دغه راز د حماس اسلامي غورځنګ تر دې دمه دغه طرحه نه ده منلې؛ خو اعلان یې کړی، چې د امریکا د چمتو شوې طرحې ارزونه کوي.