ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۲/۱ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۳/۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۲۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۵۹۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۴ تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۰۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۶ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۲۰ افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۴۱۸ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۸۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۷۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۰ کورنیو سره ټولې ۵۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۸۶ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوې دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۳۹۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۶۷۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸۹ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۳۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې یو زر او ۱۴۴ کورنۍ د نیمروز په کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې یو زر او ۱۳۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په پکتیکا انګور اډه کې پینځه کورنۍ په موقتي کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د هلمند له بهرامچې څخه ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۱ تنه و، مرکز او ولسوالیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اته کورنیو سره ټولې ۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۹۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۲۷۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۹۳ کورنیو سره ټولې څلور میلیونه او ۴۱۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې یو زر او ۲۵۳ کورنۍ د اسلام کلا په کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:     یو زر او ۹۵ کورنۍ او څلور زره او ۶۸۶ وګړي

لېږدول شوي کډوال:     ۱۱۲ کورنۍ او ۶۰۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:          ۱۱۱۶ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۳۰۰۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۴۸۰ عدده