د فلسطین مظلوم ملت پر وړاندې د روانو ظلمونو درد د نړۍ د ټولو مسلمانانو په زړونو کې پاتی دی.
د اسرائیلو ترهګر رژیم چې د ټولو انساني او بشري حقونو پر وړاندې خلاف ظلمونه ترسره کوي او په غزه کې یې د ماشومانو، ښځو، سپنږیرو او ځوانانو په ګډون قتل عام پیل کړی دی.
د غزې ماشومان په خونړیو ویرونو کې لویږي، کورنۍ یې بې کوره او د خوړو، زده کړې او ازادۍ حقونه یې تر پښو لاندې کېږي.
د فلسطین هره ساه د ازادۍ لپاره یوه دعا ده او هر ګام یې د ظلم پر ضد مبارزه ده، چې په زړورتیا او ستقامت سره باید پورته کړل شي.
په همدې حال کې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ټول هېواد کې له دیني عالمانو، امامانو او همداشان له افغان ملت څخه غوښتنه کړې، چې د غزې د مظلوم ملت پر وړاندې د روانو ظلمونو په اړه خپل غږ پورته کړي.
یاد وزارت د صهیونیستي رژیم له لوري په غزه کې روان ظلمونه د نړیوالو انساني او بشري حقونو خلاف کړنې بولي، چې د اشغالګرو رژیم له لوري د غزې په مظلوم ملت باندې ترسره کېږي.
دې وزارت همداشان د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه هم غوښتنه کړې، چې د دې رژیم د روانو ظلمونو په اړه خپل غږ پورته کړي.
افغان ولس د فلسطین د مظلومو خلکو درد او غم خپل بولي او په غزه کې د ظلمونو د پای ته رسېدو لپاره یې تل غږ پورته کړی.