ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: تر دې دمه د کډوالو پروسه په بریالۍ ډول مدیریت شوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د عامې روغتیا وزارت له مرستیال مولوي عبدالولي حقاني سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو افغانانو ته د روغتیايي چوپړتیاوو پر څرنګوالي او امکاناتو خبرې وشوې.  

مولوي عبدالولي حقاني په تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه، نیمروز او د هلمند په بهرامچه کې له ګاونډیو هېوادونو سره پر پوله راستنو شویو ته د اړینو روغتیايي خدماتو د وړاندې کېدو یادونه وکړه.

نوموړي وویل، له وړاندې د چمتو شوي پلان له مخې د همکارو بنسټونو په ملتیا ټول اړین امکانات د کډوالو کمپونو ته رسول کېـږي او د اړتیا وړ امبولانسونه هم د راستنو شویو هېوادوالو په خدمت کې دي.

ښاغلي حقاني ډاډ څرګند کړ، چې راستنېدونکي افغانان هر ډول روغتیايي خدماتو ته لاس رسي لري او اسلامي امارت دغې برخې ته اړین امکانات په واک کې ورکړی.

مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت له لخوا د کډوالو د عالي کمېسیون رامنځته کېدل مهم وبلل او په دې برخه کې یې د امارتي ادارو د ټولو مسولینو هڅې وستایلې.

نوموړي راستنېدونکو کډوالو ته اسانتیاوې چمتو کول د اسلامي امارت مسولیت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه د کډوالو پروسه په بریالۍ توګه مدیریت شوې او ستونزې پر وخت حل شوې دي.

د ناستې پر دوام مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې د کډوالو چارو وزارت هڅې پیل کړې چې د همکارو ادارو او بنسټونو په مرسته کډوالو ته یو شمېر کورونه جوړ کړي.

په پای کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي چوپړتیاوو اړوند د ولس ځینې وړانېزونه له ښاغلي حقاني سره شریک کړل.