ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هند بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته د ویزو ورکړې لړۍ تایید کړه

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال تایید کړه، چې نوی ډیلي افغانانو ته د ویزې ورکړې په موخه یو سیستم جوړ کړی، چې له مخې به یې د روان کال د اپرېل میاشتې په ۲۹ نېټه دغه لړۍ پیل شي.

ښاغلي جیسوال یوې خبري غونډې ته ویلي، چې هند افغانانو ته بېړنیو ویزو د ورکړې لړۍ بنده کړې او پر ځای یې یو نوی سیستم فعال کړی دی.

د نوموړي په وینا؛ له دې وروسته به د افغانانو ته د روغتیا، سوداګرۍ، زده کړو، د ملګرو ملتونو ډیپلوماټیکې ویزې ورکړل شي.

هند له ځلور کلن ځنډ وروسته افغانانو ته ویزې وکړۍ لړۍ بیا پیل کړه.