په ډېر تأسف سره چې د فلسطین په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو لخوا نسل وژنه جریان لري او هره ورځ هلته وضعیت د ټولو انساني اصولو خلاف د لا ډېر خرابېدو په طرف روان دی.
د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د بشري مرستو لارې بندې دي، د ټپيانو او شهیدانو د انتقال فرصت نه ورکول کېږي، د مظلومو مسلمانو د سیمو غصب روان دی، هره ورځ ډېره خطرناکه او نا متوازنه وسله استعمالیږي او له ټولو دردونکې خبره داده، چې د نړۍ هېوادونه، ذي دخله جهتونه، بشري نهادونه او نور اړوند سازمانونه یا چوپه خوله دي او یا یې ډير کم څه کړي دي.
موږ یو ځل بیا په غزه باندې د اسرائیلو بریدونه او نسل وژنه په کلکو ټکو غندو.
په ټولو هېوادونو غږ کوو، چې د دغه ناورین د پای ته رسېدو لپاره هر څه عاجل مثبت اقدامات وکړي او هلته روان ظلمونه او وحشتونه پای ته ورسوي.
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا په افغانستان کې په ټول ملت غږ کړی، چې نن د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته د مسجدونو په محوطو کې په یوه غږ د فلسطین د مسلمانانو سره د خواخوږۍ، همدردۍ او د هغوی له داعیې څخه د ملاتړ په منظور د قران کریم ختمونه وکړي، فلسطیني مجاهدینو او ملت ته د نجات او نصرت دعاګانې وکړي او په عموم کې له هغوی سره خپله همدردي ښکاره کړي.
نوموړي همداراز له الله تعالی څخه غوښتنه کړې، چې د دغو بیچاره او مظلومو مسلمانانو نصرت وکړي، اسرائیلي اشغالګر او د هغوی بهرني ملاتړي هلاک، برباد او ذلیله وګرځوي.