ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړانګې روغتونونو ته د ۶۰ تنو فلسطیني شهیدانو جسدونه ور وړل شوي

الجزیرې خبري شبکې د روغتیایي سرچینو په حواله ویلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړانګې روغتونونو ته د ۶۰ تنو فلسطیني شهیدانو جسدونه او ۲۶۴ نور ټپيان ور وړل شوي دي.

د راپور له مخې، په دې شمېرو کې د لاسرسي د نه شتون له امله د غزې شمال کې د رامنځته شویو تلفاتو ارقام نه دي شامل.

ورته مهال ملګرو ملتونو تازه ویلي، چې غزه د ځمکې پر مخ تر ټولو زیاته لوږې ځپلې سیمه ده او د غزې تړانګې ټول ۲.۳ میلیونه وګړي د “له منځه وړونکې لوږې” سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د غبرګولي په ۹مه نېټه، د افغانستان په پلازمېنه کابل او ګڼو شمېر نورو ولایتونو کې زرګونو کسانو د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره د خواخوږۍ، د دوی د مقدسې او برحقې مبارزې د ملاتړ او د صهيونیستي رژیم د وحشتونو او ړندو بمباریو د غندلو په خاطر پراخ ولسي لاریونونه وکړل.