د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد جنوب شرق ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته تللی.
نوموړی له پکتیکا او پکتیا وروسته خوست ولایت ته تللی او هلته یې د یاد ولایت له والي مولوي عبدالقیوم روحانی، مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت، د خوست ولایت کمیسار، علمای کرامو، د بېلابېلو برخو رییسانو، ولسوالانو او د سیمې له اوسېدونکو سره د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په اړه خبرې کړې دي.
مولوي نجیب الله حیات حقاني په دغو لیدنو کې د یاد ولایت د مخابراتي خدمتونو پر ارزونې، د ټي ډي ایف د لسمې پروژې پر پلي کېدو او همداراز د ټکنالوژۍ اړوند موضوعات یې څېړلي او په دې برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري ترسره شوې کړنې روښانه کړې دي.
د خوست والي ویلي؛ اوس مهال په دې ولایت کې تر ډېره بریده د مخابراتي چوپړ په موخه ګټور ګامونه اخیستل شوي، خو د دوی په وینا لا هم ځینې سیمې شته چې د مخابراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د ستونزو له اورېدو وروسته د هغو سیمو لپاره، چې د یاد ولایت مسولینو او سیمه ییزو اوسېدونکو له لوري یې غوښتنه شوې وه، ۴۶ نوي مخابراتي سایټونه منظور او اړوندو برخو ته یې د مخابراتي انټنونو د نصب په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي.
د یادو ۴۶ مخابراتي سایټونو له جوړېدو سره به د خوست ولایت ډېری مخابراتي ستونزې حل او په یاد ولایت کې لرې پرتې سیمې به له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې واندې د خوست ولایت بېلابېلې هغه سیمې چې له مخابراتي خدمتونو بې برخې پاتې وې؛ د ټي ډي ایف په لسمه پروژه کې ورته ۱۱ مخابراتي انټنونه هم منظور شوي وو. په ټوله کې به د یاد ولایت ګڼو سیمو کې چې مخابراتي اسانتیاوې یې نه لرلې ۵۷ مخابراتي سایټونه نصب شي.
همداراز د هېواد جنوب شرق ولایتونو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د سفر په ترڅ کې د ټي ډي اف د لسمې پروژې له سایټونو سربېره تر دې دمه پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ته نږدې ۱۲۰ نوي مخابراتي سایټونه منظور شوي او د ټي ډي اف د لسمې پروژې له منظور شویو سایټونو سره دا شمېر ۱۷۸ مخابراتي انټنونو ته رسېږي، چې د یادو ولایتونو اکثریت سیمې به تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي او شته مخابراتي ستونزې به ورسره حل شي.