د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۳۲۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ، چې دوه اونۍ وړاندې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو کې پهلوانانو په ۱۰ بېلابېلو کټګوریو کې ګډون کړی وو، چې په پایله کې ۱۰ غوره پهلوانان د بادغیس ولایت د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د بادغیس پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره پهلوانانو ټاکل و.
د سیالیو په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.