ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس د سره صلیب نړيوال فدراسیون له مسول سره لیدنه وکړه

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي، د سره صلیب نړيوال فدراسیون (IFRC) له سرپرست احمد سلیمان سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د بشري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د همکاریو پر پراخوالي خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې، ملا نورالدین ترابي د تورخم فرضي کرښې ته د خپل وروستي سفر یادونه وکړه او ویې ویل؛ موږ د یوې اونۍ په موده کې وتوانېدو چې، په زور د ایستل شویو کډوالو لپاره یو معیاري پنډغالی د لومړنیو امکاناتو په درلودو سره جوړ کړو، څو زموږ هېوادوال وکولی شي هلته د لنډې مودې لپاره په یو خوندي، مناسب او د لومړنیو اړتیاوو له پلوه برابر چاپېریال کې ژوند وکړي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس د خپلې ادارې د پروګرامونو د تشریح پر مهال، د بشردوستانه خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي لپاره د روانو هڅو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دا اداره د کافي وړتیا او تجربې په درلودو سره بشپړ چمتووالی لري, چې له نړیوالو ادارو، په ځانګړې توګه د سره صلیب نړیوال فدراسیون سره نږدې همکاري وکړي.

د سره صلیب نړيوال فدراسیون سرپرست د تېرو ناستو د پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې ټول وړاندې شوي موضوعات له همکارو بنسټونو سره شریک شوي او عملي اقدامات د ترسره کېدو په حال کې دي.

احمد سلیمان زیاته کړه؛ چې بحث شوي موضوعات په ډنمارک کې د فدراسیون له مرکزي دفتر سره هم شریک شوي او د بودیجې برابرولو هڅې روانې دي.

نوموړي همداراز د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د زیانمنو خلکو د اړتیاوو ارزونې او اړینې بودیجې د ټاکلو لپاره د راتلونکې ګډې ناستې یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د سویس هېواد یو میلیون ډالر د کډوالو د ملاتړ لپاره ځانګړي کړي دي.

همداراز احمد سلیمان په تورخم کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د پنډغالو د کیفیت ستاینه کړې.

په پای کې، دواړو لوریو بشري اړتیاوو ته د اغېزمنې ځواب وینې لپاره د همغږۍ د ساتنې او د ګډو همکاریو پر پراخوالي ټینګار وکړ.