ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانیستل شو

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني، د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د یو ښارګوټي پرانیسته وکړه.

یاد ښارګوټی په ټولیز ډول د یو زر او ۵۱۰ جریبه امارتي ځمکې په ساحه کې جوړ شوی، چې په کې یو زر او۱۴۰ نمرې ترتیب شوې دي.

دغه نمرې د اړتیا او نفوس له مخې په درېیو کټګوریو وېشل شوي چې پینځه بسوې، لس بسوې او پنځلس بسوې راځي.

شیخ حمدالله نعماني وویل، دغه وېش د دې لپاره ترسره شوی، چې کډوالو ته د استوګنې مناسب فرصت برابر شي او دوی وکولی شي له امن او وقار سره په خپلو نویو استوګنځایونو کې ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت د پالیسۍ اساسي اصل کډوالو او بې ‌سرپناه هېوادوالو ته پاملرنه ده او په خبره یې دا ښارګوټی د همدې ژمنې ژوندۍ بېلګه ده، ترڅو خلک په خپل حق، امن او عزت کې ژوند وکړي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ د ښارګوټي پرانیستل یو بنسټیز ګام دی، چې نه یوازې د استوګنې اړتیا پوره کوي، بلکې د سیمې په ښاري پراختیا، نظم او خدماتو کې هم رغنده رول لوبوي.