ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په کابل کې د ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

په کابل ښار کې د ترافیکي وضعیت د ښه کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په بره کي څلورلارې کې د څه باندې ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک لومړنۍ چارې پیل شوې.

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست د فني مرستیال انجنیر محمد داود ځواب ویلي، د نادریې لېسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور، ۵.۵ مترو ژوروالي او د ۵۲۵ استحکامي پایو( ستنو) په درلودلو سره ترځمکې لاندې سړک او د دهن باغ څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې په لور د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور، ۵.۵ مترو لوړوالي او د ۴۴۰ پایو ( ستنو) په درلودلو سره هوايي پُل ډیزاین شوي، چې چارې به یې د نږدې دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

 نوموړي زیاته کړې، چې د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا د ګڼه ګوڼې ستونزې ته په کتو او تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته له نړیوالو معیارونو سره سم دا هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک ډیزاین شوي دي.

ورته مهال، د کابل ښار د ترافیکو رییس مل پاسوال خیال محمد غاور ویلي، چې یاده پروژه د کابل ښار د ترافیکي وضعیت د ښه‌والي په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او د پلي کېدو له پړاوونو سره به په ځانګړي ډول د بدیلو لارو د ترافیکي بهیر د تنظیم په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې،  د دې هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک په جوړېدو سره به په بره کي څلورلارې کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او په کابل ښار به د ښکلا او تلپاتې پراختیا شاهدان و اوسو.