ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حماس د امریکا له لوري وړاندیز شوې طرحې په ځینو برخو کې د بدلون غوښتنه کړې

د حماس ویاند په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا له لوري وړاندیز شوې طرحې ته تر ارزونې وروسته په ځواب کې ویلي، دوی چمتو دي چې یو شمېر فلسطیني بندیانو د ازادېدو په بدل کې لس ژوندي اسرائيلي اشغالګر خوشي کړي او ۱۸ نور د اشغالګرو جسدونه وسپاري.

دغه‌راز نوموړي د امریکا له لوري وړاندیز شوې طرحې په ځینو برخو کې د بدلون غوښتنه کړې ده.

حماس یو ځل بیا پر خپلو غوښتنو ټینګار کړی، چې د امریکا وړاندیز د دوی اساسي غوښتنې نه دي پوره کړې.

یادې غوښتنې دايمي اوربند، له غزې څخه د اسرائيلي یرغلګرو ځواکونو بشپړ وتل، او د بشري مرستو دوامداره لېږد شامل دي.

حماس ويلي، د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټيو وېټکوف وړانديز ته يې ځواب ورکړی دی.

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو وېټکوف په یو رسمي بیان کې ویلي، چې د حماس له لوري د اوربند وړاندیز ته ورکړل شوی ځواب د منلو وړ نه دی.

 نوموړي زیاته کړې، ما د حماس ځواب ترلاسه کړ، دا بېخي د منلو نه دی او موږ بېرته شاته بیايي او حماس باید هغه چوکاټ ومني چې زموږ له لوري د خبرو د راتلونکې اوونۍ لپاره وړاندې شوی دی.

ښاغلي وېټکوف ویلي، دا يوازينۍ لاره ده چې موږ کولی شو په راتلونکو ورځو کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړه وکړو.

له بلې‌خوا د حماس اسلامي غورځنګ یوه چارواکي له الجزیرې خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکا وړاندیز شوې طرحه په غزه کې تل‌پاتې اوربند نه تضمینوي.

نوموړي زیاته کړې؛ که څه هم د امریکا دغه طرحه له پخوانۍ هغې سره توپیر لري، خو حماس بیا هم ورته «مثبت ځواب» ویلی دی.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له امله ۵۴ زره او ۳۲۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۳ زره او ۷۷۰ نور ټپيان شوي دي.