ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنیزې پرمختیا صندوق د مدیره پلاوي یوولسمه غونډه وشوه

د کرنې او مالدارۍ د پراختیا صندوق د مدیره پلاوي یوولسمه غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطااءلله عمري په مشرۍ وشوه.

په دې غونډه کې د کرنې وزیر، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد، د کرنې او مالدارۍ د پراختیا صندوق رییس انجینر عبدالغفور غفاري او د اړوندو ادارو مالي سلاکارانو او متخصصینو ګډون درلود.
په یاده غونډه کې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د ترسره شویو فعالیتونو ارزونه وشوه تو او همداراز د یاد صندوق د ۲۰۲۴ کال د بهرني تفتیش راپور، د صندوق د تمویل پالیسیو کې د تعدیلاتو وړاندیزونه، او د «پخته طلای سفید افغان» فابریکې د مالي تمویل غوښتنه تر بحث او پرېکړې لاندې ونیول شوه.
د غونډې ګډونوالو د فرمانونو د پلي کېدو او ارزونې ادارې د تفتیش، د کوچنیو مالي موسسو اتحادیې (اې.ام.اې) ته د مالي مرستې د ورکړې، او د اسلامي پورونو د ورکړې بهیر د ساده‌ کولو په اړه بحث وکړ او خپلې نظریې یې شریکې کړې.