ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې ۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې ۵ میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شوي او په کور د ننه ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

د یاد وزارت د مسولینو په وینا، یوازې د روان زېږدیز کال په تېرو دوو میاشتو کې له ۲۰۰ زره ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

لا هم له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او هره ورځ لسګونه افغانان هېواد ته راستنېږي. په ایران کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، چې تازه له دې هېواده د وتلو خبرداری ورکړل شوی دی.

د افغان کډوالو له دومداره ایستلو سره هم‌مهاله د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بودیجې د کمښت خبرداری ورکړی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو، چې له ایراني چارواکو سره يي د افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر په هکله خبرې کړې او له دوی یې غوښتې، تر څو له افغان کډوالو سره مناسب چلند وکړي.