د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د کندوز ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس مولوي احسانالله ثاقب په هڅو، د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ییزو خلکو په همکارۍ، د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې درې اوږدمهالې شخړې هوارې شوې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ملرغي سیمه کې د میراث پر سر راپورته شوې دوه کلنه شخړه، په کتهخېلو سیمه کې یوه کلنه شخړه، او د بولک اول کلي کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه حل او ښکېلو ټولو کورنيو غړي د سولې له خواږه نعمته برخمن شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې مسولینو او قومي مشرانو د ولسونو ترمنځ په اتفاق او ورورولۍ ټینګار کړی، او سولې ته ژمنتیا یې د دنیا او اخرت کامیابي بللې ده.
دغهراز دوی له ولسونو غوښتي، چې د هرې ستونزې پر مهال دې له زغم څخه کار واخلي او د حل لپاره دې د اسلامي امارت له مسولینو سره شریکې کړي.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تل هڅه کوي، چې د خپلو محلي ادارو په همکارۍ د ولسونو ترمنځ ټولو لويو او وړو ستونزو ته د هوارۍ په موخه ځان ورسوي ترڅو خلک له هوسا ژوند برخمن شي.