ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۳۳۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وایي؛ د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د غویي مياشتې له پيله تر پايه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۲ زره او ۸۳۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۲۴۷ زره ۴۲ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۳۲ زره او ۱۱۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې  ۲۳ زره او ۱۶۸ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۳۰ زره او ۵۰۹ ټنه، چې ټولټال  ۳۳۲ زره او ۸۳۷  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په غویي مياشت کې ۱۶ زره ۷۷۲ ټنه صادرات او ترانزیت شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وريجې او د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد بهیر روان او چټک وساتي.