ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر د یونیسف ادارې له مشر سره د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې له مشر ډاکټر تاج‌الدین اوېلا او مل پلاوي سره د پلي کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د کیفیت ارزونې او ښه‌والي په موخه لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې د روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني هم ګډون درلود.

د لیدنې پر مهال د پلي کوونکو موسسو له خوا د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو څرنګوالی، د درملو کیفیت، روغتیايي مرکزونو ته پر وخت د درملو لېږد، د روغتیايي خدمتونو ارزونې لپاره ګډې څارنې، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول او د روغتیايي مرکزونو پر بیا رغونې خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي په روڼتیا ډول د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کېدو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو په لېږد ټینګار وکړ او ویې ویل، هغه روغتیايي مرکزونو ته چې پر ټاکلي وخت درمل نه لېږدول کېږي، په اړه یې باید جدي اقدامات ترسره شي.

همداراز نوموړي، د پلي کوونکو موسسو په غوره کولو کې د روڼتیا غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، ټولې پلي کوونکې موسسې باید د روڼتیا او غوره فعالیتونو پر اساس وټاکل شي او هغه موسسې چې خدمت یې ګټور نه وي، باید په روغتیايي سکټور کې شتون ونه لري.

بل لور بیا د یونیسف ادارې مشر وویل، هڅه کوو چې د پلي کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د روغتیا وزارت سره په ګډه د څارنې کار ترسره او د دغه وزارت سره په همغږۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي ته کار وکړو.  نوموړي زیاته کړه، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد په موخه به یوه ګډه کمېټه جوړېږي، تر څو د ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د درملو اړتیا معلومه او .له مخې یې پر ټاکلي وخت روغتیايي مراکزو ته درمل او نور اړین وسایل ولېږدول شي