ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې

د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي او د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړېدو په اړه ټليفوني خبرې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، چې دواړو لوریو په کابل او اسلام اباد کې د سفیر تر کچې د ډیپلوماټیکو ماموریتونو لوړول مثبت ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې چې پاتې پړاوونه یې ژر ترسره شي.

د ښاغلي تکل په وینا؛ دواړو لوریو څرګنده کړې چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړول به په ګڼو برخو کې د همکاريو پراختيا ته لاره هواره کړي.